د سلما بند کار بشپړ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64578
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

د هند په مرسته په هرات کې د سلما بند د جوړولو کار بشپړ شو.تمه ده چې د دغه بند د اوبو زېرمه، چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳ کیلومتره او ۷۰۰ متره پلنوالی لري، په ۱۲ میاشتو کې ډکه شي.دا بند، چې هند پرې ۳۰۰ ملیون ډالره لګولي دي، د ۶۴۰ میلیون مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.سلما بند په افغانستان کې د هند تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي. دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانۍ او د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د ایران د چاه بهار بندر د جوړولو ترڅنګ ګڼې نورې پروژې یا اجرا کړې یا پرې کار کوي.