ولسمشر په لوګر کې یو شمېر سیمې د وژل شویو سرتېرو په نوم نومولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64579
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

جمهوري ریاست وايي یو شمېر مهم ځایونه به په لوګر کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د وژل شويو عسکرو په نوم کړي او د تپي شویو سرتېرو لپاره د ترفيع يوه ځانګړې رتبه هم منظوره شوې ده.امريکايي ځواکونو د چنګاښ مياشتې په ٢٩مه نېټه د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو د منسوبينو يوه پوسته د هوايي بريد په ترڅ کې په نښه کړه، چې په پايله کې يې د ملي اردو ١٠ سرتېري ووژل شول او شپږ نور په کې ټپيان شول.د ولسمشرۍ مطبوعاتي وايي چې ولسمشر پرون د ملي اردو سرتېرو له وارثينو سره په کتنه کې ویلي چې زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ نه شي هېرېدلى او په سيمو کې به يې مهم ځايونه د دوى په نومونو ونومول شي او د حکومت له لوري به د دوى له کورنيو سره د اوږدې مودې لپاره ساتنه وشي.هغه د ملي دفاع وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په لاس کې له شته ټولو امکاناتو څخه د ټپیانو د درملنې لپاره ګټه واخلي.