په فراه او سرپل کې ۷ پولیس له وسله والو سره یوځای شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64581
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

چارواکي وايي اووه پولیس په فراه او سرپل ولایتونو کې له طالبانو سره یو ځای شوي، خو په سرپل کې پولیسو له طالبانو سره له ځای کېدو وړاندې د خپل قوماندان په ګډون څلور همکاران وژلي دي. د فراه د انار درې ولسوال عبدالصمد یار وايي پرون سهار د ملي پولیسو د یوې پوستې پولیس له خپلو وسله سره له طالبانو سره یو ځای شوي. دی وايي چې یادو پولیسو له وړاندې له طالبانو سره اړیکه درلوده. د یوه بل خبر له مخې د سرپل د مرکز اړوند په خاردار سیمه کې څلور سیمه سیمه ییز پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي. امنیتي چارواکي وايي چې دغو پولیسو له طالبانو سره له یو ځای کېدو وړاندې خپل قوماندان او دری نور پولیس وژلي دی.