کورني تاوتريخوالي څلورو ښځو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64592
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

زابل:يو تن د چړو په ګذارونو سره څلورو ميرمنو ته مرګ ژوبله واړول. د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې يو تن خپله خواښي او خوښينه د چړو په ګذارونو سره وژلي او دوي نوري ښځي يې ټپياني کړي دي. د زابل د امنيي قومندانۍ وياند فواد عسکري وايې چې نن سهار شپږ بجي يو تن د امان الله په نوم د خپلي خواښي کور ته ورغلى دى او بيا تر لفظي شخړي وروسته فزيکي تاوتريخوالى رامنځته سوى دى. عسکري وايې چې امان الله د چړو په ګذارونو سره خپله خواښي او خوښينه وژلي او د همدي کور دوې نوري ښځي يې د چړو په ګذارونو سره ټپياني کړي دي. د ښاغلي عسکري په وينا چې امان الله نومي وژونکى کس د پوليسو له لوري نيول سوى دى او دا مهال تر تحقيقانو لاندي دى. د زابل د امنيي قومندانۍ وياند وايې چې ددي پېښي انګيزه کورنۍ تاوتريخوالى دى او دوى به دغه موضوع ته په بشپړه ډول رسيدګي وکړي.