والی: داعش په کونړ کې جدي ننګونه نه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64601
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

د کونړ والي وحیدالله کلمیزی وايي، د دوی د کشفي راپورونو پر بنسټ په دغه ولایت کې د داعش ډلې جلب او جذب لا هم روان دی؛ خو دغه ډله تر اوسه د ولایتي ادارې پر وړاندې جدي ننګونه نده او نه یې هم فعالیتونه پيل کړي دي. کلمیزي وویل، د دوی د راپورونو پر بنسټ ښايي دغه ډلې له دوه تر درې سوه کسان په کونړ کې جذب کړي وي؛ خو د ګنګوسو خلاف یې تر اوسه په دغه ولایت کې هیڅ ډول فعالیت ندی کړی. دده په وینا د کونړ امنیتي حالت د هېواد د نورو سیمو په پرتله ښه شوی او د لا ښه والي لپاره یې هم دوی ځانګړې پروګرامونه لري. د والي په وینا په دغه ولایت کې عرب، چیچین او پاکستاني اتباعو په ګډون په لرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر بهرني جنګیالي فعال دي؛ خو د ولایت ټولې ولسوالۍ د دولت تر ولکې لاندې او تګ راتګ ورته له کومې ستونزې پرته ترسره کیږي. کونړ د هېواد په ختیځ کې پر ډیورنډ پروت ولایت دی، چې د چارواکو په وینا د مخالفینو ګڼې ډلې په کې فعالې دي او هره یوه یې جلا جلا فعالیت کوي.