په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر استعفی کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64602
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

افغان اسلامي اژانس د طالبانو د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې طیب اغا وروسته له دې استعفی کړې چې طالب مشرانو د قطر له استازو پرته په پاکستان کې د افغان حکومت له استازو سره خبرې کړې. د طیب اغا استعفا د طالبانو رهبرۍ شورا ته رسیدلې؛ خو تر اوسه منظوره شوې نده. سرچینې دغه راز ویلي کله چې د سعودي حکومت د مذاکراتو سره د طيب اغا له مخالفته خبر شو، نو هغه يې سعودي ته ور وغوښت او خبرو ته يې قانع کړ، چې اوس ويل کيږي، له دې وروسته دورو مذاکراتو کې به د قطر دفتر هم ګډون وکړي.