د کورنۍ شخړې له امله دوه مېرمنې وژل شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64603
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې کورنۍ شخړې له امله دوه مېرمنې وژل شوې او درې نورې ټپيانې شوې دي. د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار اوه بجې د کلات ښار اړوند د رسالې په کلي کې رامنځ ته شوې او لامل يې کورنۍ ستونزې بلل شوې دي. هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يو اوسېدونکى د خپلو دوستانو کور ته ورغلی او هلته يې پر مېرمنو د چړې په وسيله ګوزارونه کړي دي. د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې دوې ښځې وژل شوې او درې نورې ټپيان دي چې ټپيانې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوې دي.