د ملاعمر د مړینې په اړه د ارګ اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64619
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-29

د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت د باوري معلوماتو پر بنسټ تأییدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲ کال د حمل ( د ۲۰۱۳ د اپرېل) په میاشت کې، په پاکستان کې مړ شوی دی. د افغانستان اسلامی جمهوريت حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس، تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده، پر همدې اساس، پر ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له خبرواترو سره یو ځای شي.