سپینې ماڼې هم د ملا محمد عمر د مړینې خبر باوري بللی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64620
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-29

د افغان حکومت تر تایید وروسته سپینې ماڼۍ هم د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر باوري بللی دی. پرون ناوخته افغان حکومت د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د کره معلوماتو پر بنسټ خبر شوي چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې مړ شوی دی. وروسته د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال اریک شولتز وویل، د امریکا متحد ایالتونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د ملاعمر د مړینې راپورونه باوري دي.شولتز، بې له دې چې د ملاعمر د مړینې د نېټې یادونه وکړي، وویل چې د امریکا استخباراتي موسسې د ملا عمر د مړینې د څرنګوالي په اړه پلټنه کوي.د طالبانو د واکمنۍ د مهال یوه وزیر، چې اوس د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی دی، وايي چې ملا عمر په نري رنځ یا توبورکلوز اخته و او څه باندې دوه کاله وړاندې مړ شو.