د هلمند د نوزاد ولسوالي د طالبانو لاسته ورغلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64621
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-29

د هلمند يوه لوړپوړې امنيتي سرچينه وايي، د نوزاد ولسوالۍ له اوږدې جګړې وروسته سقوط کړى.يادې سرچينې ویلي چې د نوزاد ولسواليپرون ماسپښين له اوږدې جګړې وروسته امنيتي ځواکونو خوشې کړې ده. سرچینې زیاته کړې چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ د مقر سوېل لور ته په شپږ کيلومترۍ کې د انوګينه په سيمه کې دي او د دواړوو خواوو ترمنځ جګړهروانه ده. ویل کېږي چې د ملي اردو او پوليسو ټانکونه او وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي