هند افغان محصلینو ته په بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ د دورې بورسونه ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64622
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-29

په کابل کې د هند سفارت په خپل هېواد کې د افغانانو لپاره د دیپلوماسۍ، حقوقو، قانون او اقتصاد په برخو کې د ماسترۍ د دورې بورسونه اعلان کړل.په کابل کې د هند سفارت وايي چې دا بوروسنه د جیندل ګلوبل پوهنتون له لوري افغانانو ته ورکول کېږي. دا یو غیرانتفاعي پوهنتون دی او غواړي چې د خپلو پوهنځیو له لارې د نړیوالې زده کړو پروګرامونه، نړیوال کرکولم یا نصاب، نړیواله څېړنه، نړیواله همکاري او نړیوالې اړیکې ترویج او تدریس کړي.په کابل کې د هند سفارت له هغو لیسانس لرونکو کسانو څخه، چې غواړي په هند کې ماستري وکړي غوښتنه کړې د روانې جولای میاشتې تر دېرشمې نېټې پورېپه انلاین بڼه غوښتنلیک ثبت کړي.