وقاد: د ملامحمد عمر مړینه به د سولې په اړه د طالبانو پالیسي بدله نه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64625
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-30

د سولې عالي شورا وایي، د ملاعمر مړینه کولای شي د سولې خبرو د ځنډ سبب شي خو د سولې خبرو په وړاندې د دې ډلې پالیسي نه بدلوي.د دې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي طالب چارواکو ممکن د ملاعمرځای ناستی ټاکلو په خاطر له افغان حکومت سره د سولې د دویم دور خبرې ځنډولي وي.وقاد وايي، له ځنډ ورهاخوا د ملاعمر مړینه نه شي کولای د سولې خبرو په تړاو د پیل شوي پروسې په سرنوشت اغیز وکړي:افغان حکومت د ملامحمدعمرد مړینې خبرله تایدیدو سره ویلي چې اوس د تېرپه نسبت د سولې خبروته ښه زمینه برابره شوې او له ټولو وسله والو ډلو څخه یې غوښتلي چې له دې فرصته په ګټې اخیستلو د سولې له کاروان سره یوځای شي.