چین په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولي خبرو ته دوام ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64626
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-30

چین د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له اعلانېدو وروسته د افغان د حکومت او طالبانو د خبرو ځنډېدا د درک وړ وبلله.ټاکل شوې وه چې افغان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په مري ښار کې وشي خو د پاکستان په وینا دا خبرې د طالبانو د مشرتابه شورا په غوښتنه وځنډول شوې.طالبانو پروند خپل مشر مړینه یوه ورځ وروسته له دې تایید کړه چې افغان حکومت وویل، ملا عمر دوه کاله پخوا په کراچۍ کې مړ شوی دی.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ وویل، چین پر ټولو افغان خواوو ږغ کوي چې ملي یووالي او په افغانستان کې سولې ته فکر وکړي او د سولې او پخلاینې بهیر ته دوام ورکړي.