په الکترونيکي تذکرو کې دملي هويت( افغانيت) حذفول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64757
دملي ثبات مطبوعاتي څانګه
دخبریدو نیټه : 2015-08-19

په الکترونيکي تذکرو کې دملي هويت( افغانيت) حذفول په حقيقت کې داساسي قانون دڅلورمې مادې نقضول دي.

داخبرې دملي ثبات دټولنې مشر ضياءالحق امرخېل په هغه  ولسي غونډه کې وکړه چې دملي ثبات ټولنې په دفتره کې د سل ګونه قومي مشرانو،مخورو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې قومي مشرانو،علماو او مخورو دملي هويت(افغانيت)او نورو ملي مسايلو په اړه  په وار سره خبرې وکړي.

په غونډه کې قومي مشرانو او مخورو په الکترونيکي تذکرو کې له ولسمشره د ملي هويت دافغانيت دکليمي د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه  او ګواښ يې وکړو چې دبې هويته تذکرو اخيستلو ته په هيڅ ډول چمتو نه دي او دخپل مدني حق او اعتراض له امله به دا نيمګړې پروسه تحرموي، نوموړو مشرانو په يوه خوله د ملي ثبات د ټولنې د پروګرامونو څخه خپل  قاطع ملاتړ اعلان کړ.

د ملي ثبات ټولنې مشر او ځوان سياستوال ښاغلي ضياءالحق امرخېل په خپلو خبرو کې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړو چې په هرحالت کې کې به د ولس ترڅنګ اوسو اود ملي ارزښتونو پرسر به د هر معاملګر پر وړاندې په کلکه دريږو او هيچاته به اجازه ورنکړو چې دملت په راتلوونکي لوبې وکړي هغه وويل اسلاميت او افغانيت زموږ لپاره د تل پاتې ارزښت په توګه لومړيتوب لري او په دغه لاره کې به د هر ډول هلوځلو څخه دريغ ونکړو. هغه په تذکرو کې دافغانيت دکليمې حذفول په اصل کې داساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کول ګڼې او ددغه مادې په ژغورلو او ملي هويت په خوندي کولو کې د ولسمشر دتقنيني فرمان دصادرولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي امرخېل زياته کړه د هېواد په بېلابېلوسيمو کې دمشخص قوم او خلکو پروړاندې روانه جګړه د قدرت لاسته راوړلو لپاره ده او ددې جګړې يوازيني قربانيان افغانان دي,د تل پاتې سولې راوستل د ولس اساسي غوښتنه ده او په حکومت غږ کوو چې دسولې راوستو لپاره په جګړه کې ښکيلې خواوې دمرک چيانو په توګه ونه ټاکي بلکې سوله خوښوونکي او بې طرفه اشخاص چې په سوله باور لري  دسولې پيغام وړونکو په توګه وټاکي.