یوه نوې شورا جوړه شوې تر څو د طالبانو په منځ کې اختلاف حل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64775
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-21

د وسله والو طالبانو ترمنځ د مشرتابه پر سر د رامنځته شوي اختلاف د حل لپاره یوه نوې شورا جوړه شوې ده. د دې شورا مشر مولوي احمد بي بي سي ته ویلي دوی له دواړو لورو د واک ورکولو غوښتنه کړې ده. د مولوي احمد په وینا د ملااخترمحمد منصور مخالفې ډلې نوې غوره شوې شورا ته بشپړ واک ورکړی دی. د منصور دادالله او معتصم آغاجان په ګډون د طالبانو ډېرو وتلو څېرو هم له خپل لوري نوې شورا ته د ځان په استازيتوب د پرېکړې کولو اختیار ورکړی دی. خو ښاغلی احمد وايي دوی تر اوسه د ملا اختر محمد منصور ځواب ته په تمه دي. ویل کېږي چې ملااخترمحمد منصور وخت غوښتی چې له خپلو پلویانو سره مشوره وکړي.