افغان حکومت د امریکا د متحدایالتونو هغه اقدام ستایلی چې پر پاکستان یې خپلې مرستې بندي کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64776
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-21

د اجراییه ریاست یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې دا له امریکا څخه د افغان حکومت یوه له اساسي غوښتنو څخه وه.بل خوا د ولسي جرګې ځیني غړي هم د امریکا دا اقدام ستايي او ټینګارکوي چې امریکا باید د پاکستان استخباراتي کړۍ چې تروریزم تمویلوي،د نړېوالو تروریستي ډلو په لست کې شامله کړي.وروسته له هغې چې په پاکستان داسې شکونه پيدا شول چې په وزیرستان کې یې د عملیاتو پرمهال د حقاني شبکه چې په نړېوالو تروریستي ډلو کې شامله ده نه ده ځپلې، ویل کیږي امریکا پر پاکستان خپلې هغه مرستې چې د تروریزم سره د مقابلې لپاره یې دې هېواد ته ورکولې بندې کړې دي.په ورته وخت کې د ولسي غړی عبدالقادرځاځی وايي، له پاکستان سره د امریکا مرسته نه دا چې د تروریزم په مقابله کې کارول کېدې بلکې د تروریزم په تمویل کې ورنه استفاده کېده.