د کراچۍ بندر له لارې واردات ۳۰ سلنه کم شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64778
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-22

رسمي شمېرې ښيي چې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته د توکو په وارداتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. افغان سوداګر اوس د پاکستان د کراچۍ پر ځای له نورو بندرونو استفاده کوي او د ټرانزیټ په برخه کې پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له دغه بندر څخه په وارداتو کې د پام کموالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول اذرخش حافظي وايي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان ناوړه چلند سبب شوی چې له کراچۍ بندره واردات کم شي. هغه له همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او په افغانستان کې د خلکو د پېر د ځواک کمېدل نور هغه عوامل وبلل چې له مخې یې د پاکستان له لارې واردات کم شوي دي. د پاکستان حکومت د خپل هېواد له لارې په ځانګړې توګه هند ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو محدودیتونه لګولي دي. افغان سوداګر وايي چې پاکستان سږ کال د تازه مېوو په سیزن کې پر افغاني محصولاتو ګمرکي تعرفه دېرش سلنه لوړه کړه چې دغه کار افغان سوداګر او بڼوال له سخت زیان سره مخ کړل. پاکستان هر کال د تازه مېوو په سیزن کې پر افغاني محصولاتو ګمرکي محصول لوړوي. پاکستان دغه راز د واګې بندر له لارې د افغانستان او هند ترمنځ پر سوداګرۍ هم محدودیتونه لګولي دي. کراچۍ بندر د عرب سمندر ازادو اوبو ته لار لري او افغان سوداګرو مخکې له سویلي اسیا، منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره تر ډېره دغه لار کاروله. افغانستان ته د کراچۍ لاره د نورو هغو په پرتله لنډه او ارزانه تمامېږي، خو افغان سوداګر د هغو ستونزو له امله چې د پاکستان حکومت یې جوړوي، غوره ګڼي چې د کراچۍ پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې واردات وکړي. اذرخش حافظي وايي چې افغان سوداګر اوس د کراچۍ پر ځای تر ډېره د ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له لارې واردات کوي. افغان سوداګر له اروپايي او اسیايي هېوادونو څخه د ایران بندر عباس او د کسپین سمندرګي له لارې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له بندرونو څخه توکي واردوي. بلخوا د راپورونو له مخې، سره له دې چې له کراچۍ بندره واردات کم شوي، خو په سویل او سویل لوېدیځو ولایتونو کې یو شمېر سیمه ییز چارواکي سوداګر اړباسي چې د کراچۍ له لارې واردات وکړي. د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې اوس مهال د وارداتو لویه برخه له چابهار او بندر عباس څخه ترسره کېږي، خو د کندهار په ګډون د یوشمېر سرحدي ولایتونو چارواکي د خپلو شخصي ګټو لپاره سوداګر د کراچۍ بندر کارونې ته اړباسي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول زیاته کړه، چې افغانستان د سوداګرۍ په برخه ورو ورو پر پاکستان تکیه کموي او دوی پر بدیلو لارو فکر کړی دی. سیاسي کړکېچونه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ پر وړاندې تل خنډونه جوړوي. سره له دې چې د روان کال په پیل کې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ په برخه کې واضح خبرې وکړې او پاکستان د ستونزو د حل ژمنه وکړه، خو سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري عملي اقدام نه دی شوی.