د یمن پولې سره نیږدې د سعودي عربستان د پوځ یوه چورلکه غورځېدلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64779
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-22

د سعودي عربستان پوځ وايي د یمن پولې سره نژدې د یوې چورلکې د لوېدو له کبله دوه پېلوټان یې وژل شوي دي. د عربستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې د چورلکې د سقوط په اړه څېړنې روانې دي. بلې خوا د یمن په شمال کې حوثيانو ډلې ویلي، چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان یوه چورلکه ویشتلې ده. د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمه ییز ائتلاف لخوا پر حوثیانو د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې هوايي بریدونه پیل شوي. په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴ زره کسان وژل شوي دي. سعودي عربستان او ملاتړي یې د عبدربه منصور هادي له دولت څخه ملاتړ کوي.