ملا اختر منصور د اختلافاتو د حل په موخه منځګړې شوراته واک نه ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64780
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-22

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا منصور د مشرتابه پر سر د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره منځګړې شورا ته واک نه ورکوي. د حقاني په نوم دغه شورا چې مشري یې د ملا رباني ورور مولوي احمد کوي وايي چې د ملا عمر د زوی او ورور په ګډون د مرکزي شورا ۱۷ غړو د پرېکړې واک ورکړی، خو ملا منصور له واک ورکولو ډډه کوي. د ملا عمر تر مړینې وروسته ملا منصور د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو؛ خو دغه کار د ملا عمر د کورنۍ په ګډون د یو شمېر طالب مشرانو له مخالفت سره مخ شو.