د کابل ښار د پروني ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې کچه ۸۰ تنو ته ورسېده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64781
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-22

پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمو مکروریانو اړوند د شینوزاده روغتون په مخ کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو. ویل کېږي په دغه برید کې ۱۴ تنه چې دری په کې بهرنیان دي وژل شوي او ۶۶ نور ټپيان شوي دي. له بهرنیانو پرته وژل شوي او ټپي شوي ټول ملکي وګړي دي. ولسمشر غني دغه برید غندلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی او له همدې امله بې ګناه هېوادوال وژني.