د قیصار خلک: د دوستم ملېشو مو کورونه چور کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64782
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-22

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د یو شمېر کلیو اوسېدونکي وايي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم ملېشو یې کورونه چور کړي دي. له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې د قومي مشرانو له قوله ویلي چې د جنرال دوستم دوه زره ملېشو څلورو قوماندانو یې مشري کوله لومړی په چهارشنبه سیمه کې د خلکو کورونه چور کړي او وروسته یې د یوه مرکز پر جوړولو کار پیل کړی دی. ویل کېږي چې د دوستم ملېشو د خواجه کندو، شاخ، کنجک، دو ابي، د غمي خان کلي، باشل مست، غوجغر او اصاحب کهب د کلیو خلک ځورولي دي. قومي مشران له ولسمشر څخه غوښتنه کړې چې د دوی د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.