شېرپاو: افغانستان او پاکستان باید بې باوري له منځه یوسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64811
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

د خیبر پښتونخوا د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي افغانستان او پاکستان باید بې باورۍ له منځه یوسي او د اړیکو د سمون لپاره هڅه وکړي. نوموړي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر زیان ده. شېرپاو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان حکومت د اندېښنو د لرې کولو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړي.