مولانا سمیع الحق: د طالبانو ټولې ډلې له افغان حکومت سره خبرو کولو ته تیارې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64813
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا سمیع الحق وايي چې د طالبانو ټولې ډلې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیارې دي نو باید په دغه هېواد کې د سولې پروسه ونه ځنډول شي. سمیع الحق پرون یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل ووی چې د طالبانو د مشرتابه شورا مخکې لا په یوه خوله پرېکړه کړې چې د کابل له حکومت سره به د سولې خبرې کوي ځکه چې بهرني جنګي پوځیان وتلي دي. مولانا سمیع الحق، چې ویل کېږي د طالبانو ډېری مشران یې شاګردان دي، پاکستاني خبریالانو ته وویل:«د کابل حکومت هم د سولې خبرو ته چمتو دی، نو پر دې اساس باید د افغانستان د سولې بهیر تر دې زیات ونه ځنډول شي.»