په هرات کې د دوو تښتول شویو کسانو مړي موندل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64814
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

د هرات د والي ویاند وايي د هغو دوو تنو جسدونه یې په چشت شریف ولسوالۍ کې موندلي چې وړمه ورځ نا څرګنده کسانو تښتولي وو. احسان الله حیات وايي چې وژل شوي کسان د یوه ټانکر موټر چلوونکی او کلینر وو چې وړمه ورځ یې وسله والو موټر وسوځاوه او دوی یې له ځان سره بوتلل. بلخوا ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت د غوریانو په ولسوالۍ کې یې له ایران سره پر پوله د یوه اووه کلن ماشوم جسد پیدا کړی دی.