ولسمشر غني له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64815
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ناستې په موخه د چمتوالي لپاره غونډه جوړه شوه. د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي په دې ناسته کې په نږدې راتلونکې کې د جوړیدونکې غونډې د اجندا په اړه چې ډېر تمرکز به یې د افغانستان د اقتصادي سکټور پر پیاوړتیا وي، بحث او خبرې وشوې. سرچینه وايي د غونډې ګډونوالو د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د شویو ژمنو پر عملي کېدو او د ستونزو پر عملي حل لارو ټینګار وکړ.