پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر یو ځل بیا احضار کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64816
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی او هغه ته یې د خپلو سرتیرو پر مرګ ژوبلې احتجاج کړی دی. په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې د خیبر ایجنسۍ په سرحدي سیمه کې د دوی پر سرتیرو ډزې شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې یې څلور سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا برید د افغان ځواکونو لخوا که د وسلوالو مخالفینو لخوا شوی. سرچینه زیاتوي چې په همدې موخه پرون په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی احضار کړی و او هغه ته یې پر یادې پيښې احتجاج کړی دی.