داعش : طالبانو د ملاعمر په نامه دوه کاله خلکو ته دوکه ور کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64819
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-25

د داعش د صلاح الدین ایالت پوځي قوماندان وايي د ملاعمر له مرګ وروسته د طالبانو ټولې پرېکړې د اسلام دښمنانو کولې. د داعش په باور، ملااخترمحمد منصور له ایران او کفري هېوادونو سره نږدې اړیکې پالي او د طاغوتي حکومتونو وفادار ملګری دی. دغه قوماندان ویلي چې طالبانو طاغوتي هېوادونو ته خپل سفیران لیږلي او هغوی ته یې د امن او اطمینان پیغامونه ور کړي دي.