په هرات کې د ګازو یوه زېرمتون اور اخیستی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64820
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-25

تېره شپه د هرات ښار د ګازو په زېرمتون کې اورلګېدنه رامنځته شوې. د راپورونو له مخې د ګازو دغه زېرمتون د ښار د دهنه کمر کلاغ په سیمه کې و او د اور له بلېدو وروسته د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تراوسه پوري د اور لګېدو له امله د احتمالي مرګ ژوبلو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. د اور لګېدو سیمه د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته د ګازو د توزیع اصلي مرکز ګڼل کېږي.