افغان حکومت د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64821
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-25

پاکستاني رسنی وايي د افغانستان د مالیې وزیر د خپل هېواد حکومت د پرېکړې په اړه پاکستاني اړخ ته خبر ورکړی دی. د پاکستان د مالیې وزارت سرچینو ویلي دوی ته په داسې حال کې د نه ګډون خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان حکومت د بې نظیر بوټو په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان پلاوي د هرکلي لپاره چمتوالی نیوه. ټاکل شوې وه چې د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون غونډه د روانې میاشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټه په اسلام اباد کې جوړه شي.