د جندالله ډلې مشر په افغانستان کې وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64822
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-25

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په افغانستان کې د جندالله ډلې مشر وژل شوی دی. د ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي قاري غلام حضرت، چې په ابوحُذیفه مشهور و، د کندز په چاردره ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. سرچینې ویلي چې دغه هوايي برید له افغان ځواکونو سره په همغږۍ شوی دی. ویل کیږي چې قاري غلام حضرت د عمار په نوم د هغه مرستیال هم وژل شوي.