د خپلې ښځې قاتل په ۱۹ کاله بند محکوم شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64823
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-25

د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې يو تن د خپلې مېرمنې د وژنې او د روژې خوړو په جرم د لومړنۍ محکمې لخوا پر ۱۹ کاله او ۶ مياشتو بند محکوم شو. د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق وويل چې نن له غرمې مخکې په يوه علني محکمه کې يوتن چې خپله ښځه يې وژلې ده، پر ١٩ کلونو بند محکوم شو. هغه زياته کړه چې دغه تن د تېرې روژې په مياشت کې خپله مېرمن پر ډزو وژلې وه . د ولسوال په وينا، نن د علني محکمې پر مهال د قاضي له خوا ياد خاوند د خپلې مېرمنې پر ١٩ کلونو بند او د روژې خوړلو په جرم پر ٦ مياشتو بند محکوم شو. بلخوا د کاپيسا د ښځو چارو رييسه صيفوره کوهستاني وايي، چې د مېرمنو د تاوتريخوالي پر وړاندې ټولې ادارې خپل قوانين پلي کړي نو د يادو پېښو ګراف به راښکته شي.