په هلمند کې افغان او بهرني سرتېري وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64831
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-26

په هلمند ولايت کې ديوه داخلي بريد په ترڅ کې دوه افغان او دوه د ناټو سرتېري وژل شوي دي.په کابل کې د ناټو د روزنې د ماموريت ( غوڅ ملاتړ) مطبوعاتي دفتر وايي چې دا په پېښه هلمند کې رامنځته شوې، خو کره نېټه او ساحه يې نه ده په ډاګه کړې.سرچينې زياته کړې چې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو په يونيفارم کې دوو وسلوالو کسانو د افغان ځواکونو په يوه مرکز کې د ناټو پر سرتېرو ډزې کړې ، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي دي.ناټو ويلي، چې ددوى ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکي هم وژل شوي دي .په خبرپانه کې راغلي دي چې له افغان ځواکونو سره يې يو ځاى د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.