د طالبانو تر منځ اختلافات نور هم ډير سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64837
اداره
دخبریدو نیټه : 2015-08-28

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر ورور ملا عبدالمنان د رسنيو سره په خبرو کي يو ځل بيا د طالبانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو څخه پرده پورته کړه . ملا عبدالمنان ديوه نامعلوم ځاي څخه په کندهار کي د ازادۍ راډيو دفتر ته په يوه تليفوني پيغام کي دغه راز ويلي چي د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر منصور ټاکنه دوی ته دمنلو وړ نه ده . د ملاعبدالمنان عمري په نوم يو کس چي ځان دطالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور معرفي کوي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون سره په تازه څرګندونو کي ادعا وکړه ، چي ملا اختر محمد منصور غواړي په افغانستان کي هغه طالبان په زوره له خانه سره ملګري کړي چي د ده مشرتوب نه مني . د نوموړي په وينا دوی داسې معلومات هم ترلاسه کړي چې ملا منصور د هغو کسانو پر ضد فتوا صادره وي چې له دوى سره بيعت نه کوي د ملا عبدالمنان په وينا د ملا منصور دغه کار به د طالبانو ترمنځ اختلافات نور هم زيات کړي او د دوی ترمنځ به د جګړي احتمال رامنځ ته سي . د طالبانو د پخواني مشر ورور ملا عبدالمنان دغه راز وويل چي د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر منصور ټاکنه دوی ته دمنلو وړ نه ده. د نوموړي په خبره د طالبانو لخوا ديني عالمانو ته واک ورکول سوی چي د طالبانو دراتلونکي مشر د ټاکلو لپاره فيصله وکړي . ملا عبدالمنان وويل چي ملامنصور بايد دده په قول د ديني عالمانو پريکړي ته غاړه کښيږدي . په عين وخت کي دزابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چي په دغه ولسوالۍ کي دمنصور دادالله او ملا اختر محمد منصور د کسانو تر منځ د جګړي لپاره تياره نيول سوی دی . د عبدالله په نوم ددې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي ازادۍ راديو ته وويل چي د ملا اختر منصور لخوا شاوخوا ۶۰۰ نفره د منصور دادالله په مخالفت دغه ولسوالۍ ته ورغلي دي . د ملا محمد عمر د مړينې خبر تيره مياشت تايد سو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې د دې ډلې مرستيال او سرپرست ملا منصور د نوي مشر په توګه ټاکل سوى دى. خو يو شمير سرچينو د طالب مشرانو په حواله د ملامنصور سره د اختلافاتو خبر ورکړ . دا لومړي ځل دی چي دطالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور چي ګومان کيږي د طالبانو د ډلي د مشري لپاره به کانديد وي د طالبانو تر منځ د اختلافاتو څخه په ښکاره يادونه کوي .