جېمز کنېنګهم او راین کراکر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64842
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-30

په کابل کې د امریکا دوو پخوانیو سفیرانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام غوښتنه کړې ده. جېمز کنېنګهم او راین کراکر په یوه یادښت کې چې سي اېن اېن خپور کړی ویلي د افغانستان اوسنيو امنیتي واقعیتونو ته په کتو اړتیا ده چې امریکايي ځواکونه په دغه هېواد کې تر اوسني پروګرام ډېر پاتې شي. دوی یادونه کړې چې وروستیو پېښو په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام اړتیا نوره هم واضیح کړه. دوی زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې او نه شي کولی چې دومره په اسانۍ دغه هېواد ته شا کړي.