فضل الغني پښتو شرح قدوري ۲۰ سبق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64879
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-09-03

فضل الغني پښتو شرح قدوري ۲۰ سبق : دقدوري ،۱۲،متن ‌:‌ فصل في نواقض الوضوء : اَلْمَعَانِيُّ النَّاقِضَةُ لِلْوُضْوءِ کُلُّ مَا خَرَجَ مِنَ السَّبِيْلَيْنِ ، وَالدَّمَ ، وَالْقَيْحَ اِذَا خَرَجَا مِنَ الْبَدَنِ ، فَتَجَاوَزَ اِلي مَوْضِعٍ يَلْحَقُهُ حُکْمُ التَّطْهِيْرِ ، وَالْقَيْءُ اِذَا کَانَ مِلْأَ الْفَمِ ، وَالنَّوْمُ مُضْطَجِعًا ، أَوْ مُتَّکِئًا ، أَوْ مُسْتَنِداً اِلي شَيْءٍ لَوْ أُزِيْلَ عَنْهُ لَسَقَطَ . َوالْغَلَبَةُ عَلَي الْعَقْلِ بِالْاِغْمَآءِ وَالْجُنُونِ ، وَالْقَهْقَهْةُ فِي کُلِّ صَلَاةٍ ذَات رُکُوعٍ وَسُجُودٍ» (ټکي په ټکي ترجمه) «فصل»دافصل دۍ يعني له مخکي بيان څخه جلابيان دۍ« في»په « نواقض»ماتونکوشيانوکي« الوضوء»داوداسه، يعني دغه راتلونکی بيان له دمخه بيان څخه جلادۍ ځکه چي مخکي بيان داوداسه دمستحبوپه باره کي وواودافصل اوبيان ثابت دۍ په بیان کي دهغوشيانوچي متونکي داوداسه دي : «اَلْمَعَانِيُّ»هغه معناګاني ،يعني هغه شيان( النَّاقِضَةُ)چي متونکي دي« لِلْوُضْوءِ »داوداسه« کُلُّ»هريو« مَا»دهغه شي دۍ « خَرَجَ»چي راووځي« مِنَ السَّبِيْلَيْنِ »له دوولاروڅخه ،یعني هرشی چي له يوه څخه دوولارو چي بولواودګنګیوودراوتلولاري دي رااوزي نواودس متوي،« وَالدَّمُُُُُُُُ»اووينه ، «وَالْقَيْحُ»اوزوي،نوونه« اِذَا »هغه وخت(خَرَجَا»چي را ووځي دوی دواړه «مِنَ الْبَدَنِ »له بدن څخه،« فَتَجَاوَزَا»بيا ورتيرسي دواړه «اِلي »و«مَوْضِعٍ »داسي ځای ته«يَلْحَقُ»چي پيوسته کېږي«هُ »په هغه ځای پسي«حُکْمُ »حکم«التَّطْهِيْرِ»دپاکولو ، «وَالْقَيْءُ »اوقي کول«اِذَا »هغه وخت«کَانَ »چي وي دغه قی«مِلْأََ»په ډکوالي سره «الْفَمِ»دخولې ، «وَالنَّوْمُ »اوخوب«مُضْطَجِعًا» چي پراړخ پريوتونکی وي،يعني په داسي حال کي چي دغه دخوب والاپراړخ باندي پروت وي ويده سي«، أَوْ »يا«مُتَّکِئًا »چي پراړخ تکيه کونکي وي،« أَوْ»يا« مُسْتَنِداً»چي شالګونکی وي« اِلي»و« شَيْءٍ»داسي شي ته« لَوْ»چي کچيري« أُزِيْلَ»لري سوي وای دغه شي« عَنْهُ» له د ه څخه« لَسَقَطَ »نوخامخابه رالوېدلی وای دئ،پرمځکه باندي،. َ«وَ»يعني اوبل ماتونکئ داوداسه (الْغَلَبَةُ »غالبوالئ د ی «عَلَي»پر« الْعَقْلِ »عقل باندي«بِالْاِغْمَآءِ»په سبب دبيهوښي،يعني چي سړئ دونه بيهوښه سي چي بيهوښي يې پرعقل باندي زوره وره سي اوعقل يې مغلوبه سي« وَ»اويعني اوبل ماتونکئ داوداسه «الْجُنُونُ»ليونتوب دی«، وَ»او،يعني اوبل ماتونکئ داوداسه«الْقَهْقَهْةُ »په زوره خندل دي «فِي »په «کُلِّ»هر« صَلَاةٍ »لمانځه کي «ذَات »چي خاوند«رُکُوعٍ »درکوع وي «وَ»او«سُجُودٍ»دسجدې وي ، ددې متن تفصيل به په راتلونکي برخه کي درته راسي ، انشآءالله الرحمن .