د زابل او کلات لنډتاريخي شاليد-اوومه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64909
شریف الله دوست(سرواني)
دخبریدو نیټه : 2015-09-07

په تېر پسې...
د زابل  مرکزکلات
 زموږ آرمطلب  د زابل  ولايت مرکز کلات دی،  د زابل   کلات هم  پريوه غونډۍ  باندي  ودان دی، دا کلا تر اوسه  پوري   هم خوندي  ده او د يوې  نظامي چوڼۍ   په ډول  ورڅخه ګټه پورته کيږي.د زابل دکلات په منځ کي يو قبر دی خلک يې زيارت ته ورځي او د (کلات بابا) په نوم يې يادوي، اصل نوم يې (شيخ متي بابا)  دی چي اوس  دکلات بابا په نامه باندي  مشهور اوپه  (۶۲۳ هجري) کي زيږيدلی دی.
دکلات په سويل کي يوه سيمه د خالا په  نوم ياديږي  دعلامه رشاد بابا په وينا کيدای سي   اصل کي  خالو ياخيالو وي ويل کيږي   چي داميرمن  دشيخ متي  بابا خور وه.( )
کلا ت په پټه خزانه کي :
پټه خزانه  دمحمد هوتک  بن داود  اثر دی چي په ۱۱۴۲ هجري  کي يې ليکلي دي او ارزښت يې دادی په پټه خزانه کي دشيخ  کټه د لرغوني  پښتانه ، تاريخ سوري  او نورو پخوانيو کتابونو  څخه د ماخذ په توګه  استفاده سوې ده. پټه خزانه کي د کلات نوم  څوځايه راغلی دی  يوځای د بابا هوتک  (۶۶۱ ــ ۴۷۰ هجري ) کي ليکي :
 (( بابا هوتک  په اتغر ( ) کي زيږيدلی و ))
نقل دی :
"هغه وخت کي  به هرځل مغل د ارغنداو پرغاړو لوټ کاوه اتغر او بولان او (کلات)  به يې تالا کول بابا هوتک خپل  قومونه راټول کړل  اود سره غره له  سره يې پرمغولو شخړه بوتله."( )
 بل ځای د شيخ خرښبون  سړبني  په ژوند ليک  کي کاږي (۴۰۰ هجري)  :
  داپښتون بابا  دکسي  ( پښتانه د سليمان غره ته  دکسي غر وايې(حبيبي)، دعبدالرشيد لمسی و خدای تعالی  ده ته ښکاره  کمالات اوکرامات ورکړي و ه او  دخدای  په عبادت بوخت و.
 نقل کا:  چي د پلار په ژوند کي  لارخصت سو او د خپلو  او لادو سره راغی له کسي  څخه غوړې  مرغې ته او کله به ولاړ  د غنډان غره ته  او هلته به يې دخدای تعالی  ستاينه کوله او نمانځه به يې او په کال کي به يو وار  تلی او دخپل تره بيټني ليدنه به يې کوله.
پورته متن  کي (غونډان)  غر د کلات او شاه جوی   ترمنځ موقعيت لري او د کلات  په سويل  ختيځ کي  دترنک دمجرا حوزه ده.
همداسي پټه خزانه  دشيخ متي  بابا غورياخيل   سړبني رحمة الله عليه  په برخه کی کاږي:  ((شيخ متي د عباس زوی  و ، نقل کا: چي شيخ متي په کال  هجري سنه  (۶۲۳) زيږيدلی  اوپه عمر د پنځه شپيتو کالو د (ترنک) پر غاړه وفات سو او پر هغه  غونډۍ   ښخ دی. چي  کلات) باله سي  .
داسي و وې شيخ متي  ــ دمولا په عشق پتي
چي خدمت دخلق الله  ــ  يوګړۍ په يوه ساه
 (ملاپيرمحمد مياجي)

داډول د شاه حسين هوتک په پيژندنه کي ليکي :
 پادشاه  عالم پناه (شاه حسين) په ۲۳ د ربيع الاول په (۱۱۱۴) سنه هجري  ، په سيوري  کي دکلات پيداسو( ).
دبابو جان بايې په پيژندګلوي کي کاږي: (۱۱۳۴ هجري شاوخوا) بابو جان دکرم  خان بابي زوی دی چي په  اتغرکي  اوسيدی  هغه وخت چی حاجي ميرخان  عليين مکان  په قندهار کي دظالمانو لښکرمات کا او ګرګين  يې و و اژه، بابوجان بابی له (کلاته) ډير غښتلي  راوستل  او له ماشوره (دکندهار  زاړه ښار سويل ته يوکلی دی)  چي دکندهار  ښار حصار ونيو.داوه دمحمد  هوتک بن داؤد  په ليکلې پټه خزانه کي د کلات تاريخي  ، ادبي او جغرافيايې يادونه کړې ده.
نورهم سته...


اخځلیکونه:
1)   ــ وګورئ؛  پوهاند عبدالشکور رشاد، د سيموتاريخي جغرافيه ، دمرکو  ټولکه، مرګه کوونکی صديق الله بدر،  ميوند کلتوري  ټولنه، ۱۳۸۴ لمريز، ۱۸۲ مخ.
2)   ــ  اتغر: دکلات په سويل ختيځ کي يوځای دی .
3)   ــ محمد هوتک  بن داؤد  ،پټه خزانه دپوهاند حبيبي  په سريزه ، کابل پوهنتون، حبيبي.
4)   ــ پټه خزانه  حبیبي چاپ، مخکنی اثر مخ.۵۷