افغان ترک ليسې د انجونو څانګه په کندهار کي پرانستل کیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64938
سيد سرور اماني : کندهار
دخبریدو نیټه : 2015-09-12

افغان ترک ليسې د انجونو څانګه په کندهار کي پرانستل کیږي. د افغانستان د معارف په برخه کي په ډېره بریا سره د زياتي زمينې برابرونکي، افغان-ترک ليسې دا کال په کندهار ولایت کي د نجونو ليسې په پرانستلو سره (چي د يوې لويي خلا د ډکېدو په معنا ده) خپل پرمختګ ته دوام ورکوي. د افغان-ترک لیسې تل په دا هڅه کي دي ترڅو پرنړیوال معیار برابر چي زموږ کلتوري ارزښتونو پوري تړلي وي د علم او ټکنالوژي په پراخه ساحه کي اخلاقي نسلونه وروزي. د ازمويني لپاره نوم ليکنه: هغه ښځينه زده کوونکي چي هم دا اوس په اتم ټولګي کي دي د نوم ليکني لپاره دي د افغان-ترک امېد منځنیۍخصوصي ښوونځی ته چی په عینو مېنه کي موقعت لري مراجعه وکړي. د ازمويني نېټه: د سنبلې اته ويشتمه د جمعې مبارکه ورځ ۲۸/سنبله/۱۳۹۴ عینو مېنه اميد خصوصي منځنۍ ښوونځی.