تنې قبیلې وپيزنئ ! ۱۳۳- موسی خیل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64952
ډ اکټر لطیف یاد
دخبریدو نیټه : 2015-09-14

 


موسی خیل په اصل کې کاکړپښتانه دي چې د غرغښتو پښتنو په ټولنیز ګروپ او ټبر پورې اړه لري .موسی خیل دکاکړو یو مشهورښاخ دي چې دغه ښاخ دسویلي پښتونخوا دبوري دتاریخي ناوې دموسی خیلو په تحصیل کې استوګنه لري . په ژوب ، لورلایی اوسیوۍ کې هم موسی خیل کاکړ میشته دي .(۱)
یو شمیر موسی خیل په کندهار ، زابل او دغزني ولایت په شلګر کې هم استوګنه لري .(۲)
دسویلي پښتونخوا دموسی خیلو دتحصیل موسی خیل ۶۱ کلي لري چې د۱۹۸۸ زیږدیز کال دسر شمیرنې له مخې یې شمیر (۱۳۴۰۵۶) تنو ته رسیداوپه دغه تحصیل کې موسی خیل په لاندنیو څانګو ویشل شوي دي :لهیرزی ، بیل خیل او مرغزاني. دموسی خیلو دودونه او رواجونه کټ مټ دنورو کاکړوپه څیردي .(۳).
--------------------------------------
۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتني قبیلې ، ۲۶۰ مخ ، دپيښورچاپ .
۲-پروفیسر ولی محمد خان سیال کاکړ، پښتو اوپښتانه په سهیلي پښتونخوا کې،۷۷-۷۸ مخونه.
۳- دموسی خیلو کاکړو په اړوند زما ( لطیف یاد) یاد داشتونه.