د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64997
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2015-09-23

ندارد عید قربان لذت و شادی غریبان را که قربانی زدرویشان وعید از اغنیا باشد همیشه خون مظلومان بود آماج قربانی جنایت اجر می بارد گر این آب و هوا باشد دلاشکوه مکن هردم که دررنجش تومیسوزی که مفت خواران معذور ازرواونا روا باشد گدا در خون نشسته و غنی درسفرهء رنگین به دارا عید وبر بیچار گان قهر خدا باشد وطنداران عزيز ! خواهران وبرادران گرامی عید سعید قربان را به همه هموطنان عزیزم تبریک و تهنیت عرض میکنم امید که روزهای عید را به خوشی سپری کنید از دربارخداوند متعال درین روزهای مبارک خواهان صلح آرامش برایمردم افغانستان خواهانم . درنو هيوادوالو ! اغلو اوښاغلو په سويډن کي دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه دنيكمرغه لوي اخترد رارسېدوله امله په هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت ته د زړه له کومي مبارکيواونيکو هيلوپه وړاندي کولوسره د لوي اوبې نياز خداي ( ج ) له ستر دربارنه غواړي د اختر د بختورو ورځو په برکت پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دوينو توئيدنې ، ورور وژنى ،زورونې ،لوږى اوټولو ديارلس کالونه راپاتو ناندری پاي ته ورسيږى اوداله هرڅه محروم ولس دسولي او سوکالي له نعمت نه برخمن شي . دلوى اخترڅخه ياد اونمانځنه په حقيقت کښي دحضرت ابراهيم (ع) اوحضرت اسماعيل (ع) د شهامت او دلوي څښتن لخوا آزموينې دبري ديادګار په توگه په ټوله اسلامي نړي کښي دمسلمانانولپاره ديني اووياړلې کلتوري عنعنې په توگه ددې بختورو ورځو په مناسبت لوي او واړه دخوښیو اوخوشحالیومحفلونه لري . په خواشينۍ سره بايد څرگنده کړو چي دڅولسيزوراپدې خوادنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ددغو هيوادو وگړې اختر په داسې حال كې لمانځي چي هره ورځ په سلګونو مظلوم اوبېگناه انسانان دقدرت اونفوذ دتږوتر منځ دهغوي په وسله واله اوسياسي سياليوکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . دبېلگې په توگه په افغانستان ، عراق ، فلسطين، ،مصر ،يمن ،سوريه اويوشمير نوروسيموکي دکلونوراپدې خوادابشري ناورين دوام لري ، ښارونه،کلي او كورونه په کنډوالواوهديرو بدلېږي . دادی پدې شپو او ورځوکي ټوله نړۍ ددې شاهده ده چې يوازي اروپاته دسوريې ،افغانستان ،،عراق،مصر اويوشميرنوروهيوادونه دکډوالو شمېره ددوهمې نړيوالي جگړې ترکځې لوړه ده ،چې متسفانه پدې شميرکي سوريه لمړی او افغانستان دوهم مقام لري . په افغانستان كې اوس هم په پرديو پوري تړلودپټو اوښکاره تنظيمونواوډلو،په دولت کي دشاملواومخاليفو، دسياسي او دولتي واک ليوال ددبهرنيوځواکونو د وسلو او پيسو په زور پر افغان ولس ارام ژوند اوخوږ ه گوله حرامه کړې ده . دادی اوس یې گوروچې متاسفانه د پرونی طالب ترڅنگ یې په يوشمېرطالبانو اودپاکستان په روزل سوې ملېشه توری جامې واغوستلې اونوم یې ورباندي داعش کښېښود اوپدې وجشی ډله افگانان په شهادت رسوی اوماوشمان یې له تعليم نه محروموی چې دبېلگې په توگه يوازي دننگرهار په درو ولسواليوکي تر ۳۰ زره زيات ماششومان له تعليم نه محروم اوښوونځې ددوي په پټن ځايوبدلې سوې . متاسفانه له تيرودرولسيزوراپدې خوازموږ پر هېواد دبدمرغيو ډول ډول توپانونه اوسېلابونه راغلل ،زموږ اخترونه يې په وينو او ماتمونوولړل ، په تيرو درې لسيزو كې د جګړو،مرګونواوبدمرغيو دوام زموږ د ولس آرام اوسوكاله ژوند له سختوستونزو اوکړاونوسره مخامخ کړ . داختر ونودپيداېښت له عالي فلسفې او ارزښت نه چي دخوښۍاو پخلاينې ورځې دي په عبرت په اخيستلو سره په جگړه کي دواړې ښکېلې خواوي بايدله جګړو،ورور وژنو اوخپل هېوادله ورانولوڅخه لاس په سرشي. دافغانستان اسلامي دولت له مشرتابه اود دولت مخاليفينوڅخه غوښتنه لرو په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره بېله مخکنيوشرطونوڅخه دپخلايني اوروښانه راتلونکي په خاطر دخبروپر لمڅي اوکمبله سره كښېني . تر څوموږ افغانان ددې جوگه سودغه وطني ناورين اولانجمنې ستونزه چي اوس دسيمي تر کرښو هم تيرسوې اودمځکې دکري په هرگوټ کښي ئي ولسونه حيران کړې دملي گټو په پام کي نيولوسره حل کړو . په افغانستان كي نورنه بايدميندي اوپلرونه د پرديو په لمسون اودسيسودرواني جگړې په لموکې دخواری اوذلت شپې او ورځې سباه کړي . موږافغانان کولاي شو اوکه ځانته تکان ورکړو شاوخوا وگورو ،ددې جوگه یو چي په هيوادكى د سولي اوملي يووالي دتامين لپاره دخوښي اوخوشحالي په دسترخوان ټول سره راټول شو.تر څوزموږ هيوادوال هم دنړی دنورو ولسونوپه څير دټولوملي اوتاريخي ورځو،اخترونو،اونوي کال جشنونه په خوښيواو خوشحاليوسره ولمانځي . زموږ په اند اوفکر دافغانانولپاره پدې نازکواو برخليک ټاکونکوشېبو کښي صبر، زغم اوملي تفاهم دروانې جګړې دحل لپاره يوازنې لاره ده. پدې بايد ډاډ ولروکه څوک يوازي دجګړې پر دوام اووينو تويولو ټينگار کوي ، پدې بايد پوه وي نه يوازي داي چې دافغان زورېدلي ولس په منځ کي اعتبار دلاسه ورکوي بلکي هغوي به ئې هېڅکله هم ونه بخښي . درنو هيوادوالو! که موږ يو موټى شوو،نوپه هغه صورت کي موږ ډيرغښتلی اوپياوړی ملت يو، د دنيا يو طاقت مو هم نشي غوزارولاي اوددې توان لرو چي دخپل هيواد دبرخليک په موخه هره معقوله فيصله پخپله وکړو. څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې زموږ غوښتنه له دولت اونړيوالي ټولنې څخه داده چي ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدو،کار، تعليم اوخپل ولس ته دخدمت امکانات برابرکړي . په دې هيله چې دغه اختر دټولو لپاره دسولې،خوښۍ، ورورګلوۍ،او صميميت له ولولونه ډک يو اختر اوسي اوداختر ورځي لکه چې له نامه څخه ئې څرگندېږي دمينې ،محبت ،يواوبل ته دورورگلوی ،بخښنې او پخلايني اختر وي . اوله دېنه وروسته نوراختر ونه يوازي مينه ورورولي،خوشحالي اوخواخوږي داختريزي ډالۍ په توگه له ځان سره راوړ ي . دلوي اختر دمبارکو ورځوپه وياړ دافغانستان له ټولو اوسېدونکو څخه دا هيله لروچې د ورورۍ اويواوبل ته دغوږ نيولواودرناوی په روحيه دويجاړ افغانستان دبياجوړونې اودڅولسيزوپر زخمونوددرملنې په موخه د پېوستون لاسونه سره ورکړي،خپل ولس اوهېواد دهرکورني اوبهرني ښکيلاک اوتېري نه وژغوري . تر څودا وياړلی ملت ددې امکان تر لاسه کړي چي په نړيواله کچه د سيالانو سره سيال او دنړېوالې ټولنې له کاروان سره په ګډه د پرمختګ اوانساني سوکالی په لورکوټلې ګامونه اوچت کړي . ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور