د روسیې هوايي ځواکونو پرون هم په سوریه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65037
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-03

په راپورونو کې ویل شوي چې روسي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ نور پروازونه کړي او د رقه په ګډون چې د داعش مهم مرکز ګڼل کېږي بېلابېلې سیمې بمبارد کړې دي. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلي په رقه کې د داعش یو وسله تون او د چاودېدونکو توکوه یوه زېرمه له منځه وړل شوي دي. د روسیې د پوځ لوی درستیز بیا ویلي چې د هېواد الوتکو یې پر ۵۰ هوايي برید کړي او د هغوی مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.