جنرال رازق: طالبان غواړي د کویټې شورا هلمند ته راولېږدوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65038
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-03

د کندهار امنيه قوماندان وايي وسله والو مخالفينو ځکه په هلمند کې جګړه توده ساتلې چې د دغه ولايت شمالي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او د کويټې شورا همدلته راولېږدوي. جنرال رازق ویلي وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې په هلمند کې د پاکستان په مرسته جګړې ته زور ورکړى، څو د دې ولايت شمالي ولسوالۍ ونيسي. ده زیاته کړې وسله وال طالبان د پاکستان په مرسته پلان لري چې تر راتلونکو دريو مياشتو پورې د کويټې شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته راولېږدوي او په دې توګه پاکستان له دې بدنامۍ ځان خلاص کړي چې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته يې ځاى ورکړى او هغوى حمايه کوي. د ده په خبره، له يوې اوونۍ تېرولو وروسته به هغوى بيرته کويټې او کراچۍ ښارونو ته ځي او د پخوا په شان به د پاکستان د استخباراتو او پوځ په مرسته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.