د برېتانیا ځانګړو ځواکونو هم د کندوز په بېرته نیولوکې برخه اخیستې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65039
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-03

د کندوز د بېرته نیولو په عملیاتو کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو هم برخه اخیستې ده. د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې دا له ۱۲ میاشتو راهیسې چې برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې په رسمي ډول خپل جګړه ییز ماموریت پای ته رسولی په عملیاتو کې د برېتانوي ځواکونو تر ټولو ستره ښکېلتیا ده. سرچینو ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ځانګړو برېتانوي ځواکونو په عملیاتو کې تر ۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.