(د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی) چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6504
خسرو
دخبریدو نیټه : 2006-04-08

په پښتو ژبه کې د خپل ډول لومړنۍ تاريخي څېړنه، د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی، د هېواد د  وتلي تاريخپوه او څېړونکي  محترم پوهاند محمد حسن کاکړ په سريزه او د نامتو ليکوال محترم شهسوار سنګروال په تاليف خپورشو٠ دا کتاب چې ٩٩ نړيوال او سيمه ايز ماخذونه لري، په ٤٦٠ مخونو کې د افغانستان تاريخي جغرافيه په علمي او هر اړخيزه توګه تشرېح کوي٠