بهرنيو ځواکونو په کندوز کې پر روغتون د بمبارۍ له کبله بښنه غوښتې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65040
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-03

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون د هوايي برید له کبله بښنه غوښتې ده. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان ولسمشر غني ته زنګ وهلی او د دې پېښې له کبله یې بښنه غوښتې ده. وړمه شپه بهرنیو ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي برید وکړ. په دغه برید کې ۱۹ تنه ووژل شول او ۳۷ نور ټپيان شول. برید په داسې وخت کې شوی و چې په یاد روغتون کې د کندوز د جګړې ۱۰۵ تنه ناروغان تر درملنې لاندې وو.