د ذبيح الله پښتونیار د شهادت له کبله د افغان ملي غورځنګ د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65047

دخبریدو نیټه : 2015-10-04

د ذبيح الله پښتونیار د شهادت له کبله د افغان ملي غورځنګ د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په کندز کې د افغان ملي غورځنګ د څانګې مشر ذبيح الله پښتونيار بېګا شپه د امريکايانو په ړندو او وحشيانه او بمبارۍ کې له يو زيات شمېر نورو هېوادوالو سره په شهادت رسېدلی دی، انا لله و انا اليه راجعون.

ذبيح الله پښتونيار چې د افغان ملي غورځنګ يو مبارز غړی و، په کندز کې يې په ډېر سختو شرايطو کې د افغان ملت د ويښتيا، هوساينې او پرمختګ لپاره مبارزه کوله او تل له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د مبارزې په لومړۍ ليکه کې ولاړ و. پښتونيار چې د بې پولې ډاکترانو له روغتون سره يې کار کاوه، د کندز د روان ناورين پرمهال په ډېر ايثار د ټپيانو په درملنه کې مرسته کوله. نوموړي چې خپله کورنۍ د جګړې له ډګر څخه ايستلې وه، خپلې دندې ته راستون شوی و او شپه ورځ يې په روغتون کې د خدمت لپاره يوه کړې وه. په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې امريکايي ځواکونو د خپل معمول کبر، غرورو او وحشت په ادامه يو ځل بيا پر ملکي موخو بريد وکړ او د پښتونيار په ګډون يې يو زيات شمېر نور بېګناه افغانان په شهادت ورسول. موږ د امريکايي ځواکونو دا وحشت په کلکه غندو او له نړيوالې ټولنې جدي غوښتنه کوو چې د پېښې عاملين او قاتلين تعقيب او محکمې ته راکش کړي. موږ د دې تر څنګ چې د کندز ټولو شهيدانو ته د ښکلي جنتونو دوعا او غوښتنه کوو او ټپيانو ته عاجله او کامله شفا غواړو، د شهيد پښتونيار کورنۍ او دوستانو ته د زړه له کومې تسليت وايو او د زړه د صبر دوعا ورته کوو. الله(ج) دې نور پر دې وطن رحم وکړي او افغانان د جګړې او وحشت له اوسني ناورين څخه وژغوري، آمین.

په ډېر درنښت

د افغان ملي غورځنګ