د منا په پېښه کې د ایران د سپاه پاسداران ۶ افسران لاس لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65073
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-05

یوه پخواني ایراني دیپلومات ویلي د حج د مراسمو پر مهال د منا د پېښې عاملین د ایران د سپاه پاسداران شپږ افسران دي. د فرزاد فرهنګیان په نوم دغه دیپلومات وايي ایران په دغه کار سره د ډېرو حاجیانو وژل او تر هغه وروسته د سعودي پر ضد د تاوتریخجنو لاریونونو په لاره اچول غوښتل. ده په لیکنه کې ادعا کړې چې د حج له مراسمو وړاندې یې د ایران دغه ډول یو پلان افشا کړی او خبرداری یې ورکړی و.