په کندوز کې کور پر کور تلاشي روانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65074
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-05

امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ښار د ملي امنيت رياست او بالاحصار يې له وسله والو نیولي او د وسله والو له وجود څخه د ښار پاکونې په موخه کور په کور تلاشي دوام لري. په شمال زون کې د ملي اردو د کومانډو د لومړۍ لوا وياند جاوېد سليمي وايي ياد عمليات وړمه شپه دوې بجې پيل شوي او په ترڅ کې يې پرون د ملي امنيت رياست او بالاحصار د طالبانو له وجود پاک شوي دي. هغه وايي، د عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کومانډو ځواکونه له پلان سره سم په مخ روان دي.