سپنتا: د پاکستان پر وړاندې د ملي یوالي د حکومت پالیسي ناکامه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65075
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-05

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي د پاکستان پر وړاندې د ملي یووالي د حکومت پالیسي ناکامه ده. سپنتا په هرات کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د افغان حکومت د پالیسۍ د ناکامۍ لامل د هغې یو اړخیز والی دی. نوموړي زیاته کړې چې د ملي یووالي حکومت د خلکو له استازو او سیاسي څېرو سره مشوره ونکړه له همدې کبله افغانستان د پاکستان له تړلو دروازو سره مخ شو.