په دارلامان کې څلور برید کوونکي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65076
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-05

د کورنیو چارو وزارت وايي په دارالامان کې برید کوونکي څلور کسان یې وژلي دي. عیني شاهدان وايي چې اوس په سیمه کې د ډزو غږ نه اورېدل کېږي. وسله وال تېره شپه د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د دارلامان په سیمه کې د روسیې سفارت ته څېرمه یوه مېلمستون ته ننوتلي وو او پر شاوخوا ودانیو یې ډزې کولې. ویل کېږي دغه مېلمستون د ولسي جرګې د کوم پخواني غړي وو. حکومتي سرچینو تر اوسه ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي، ویلي خو طالبانو په یوه پیغام کې ادعا کړې چې برید یې د ملي امنیت پر یوه دفتر کړی او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.