حکمتیار د طالبانو په لاس د کندوز نیول غندلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65086
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

د دولت د یوې وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر حکمتیار د طالبانو په لاس د کندز سقوط غندلی ګلبدین حکمتیار د طالبانو پر نظام د امریکا د برید د ورځې په مناسبت یوه پیغام کې وايي، چې اوس د ښارونو د نیولو وخت نه دی او طالبانو دا کار د تبلیغاتي اهدافو په خاطر کړی. حکمتیار وايي، چې د ښارونو نیول او بیرته یې پریښودل غلو او لوټمارانو ته د لوټ او تالان فرصت ور کوي. د حکمتیار دغه غبرګون داسې مهال دی، چې طالبانو د کندز سقوط د خپل قدرت نمایش ګڼلی دی.